حوثيان: د برېتانيې او اسرائيل پر سوداګريزو بيړيو او د امريکې پر پوځي بيړۍ مو بريدونه کړي
CMG2024/04/08 09:51:02
شريکول:

د يمن د حوثي وسله والې ډلې وياند يحيی سريع د اپريل په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو يې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د برېتانيې او اسرائيل پر سوداګريزو بيړيو او د امريکې پر يوې پوځي بيړۍ څو ځلې بريدونه کړي دي.

نوموړي خبر ورکړی، چې وسله والو يې په سور سمندر کې پر يوې برېتانوي سوداګريزې بيړۍ او په عربي او هندي سمندرونو کې يې په جلا جلا توګه د اسرائيل پر دوو باروړونکو بيړيو بريدونه کړي دي.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ هم په همدې ورځ خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د روانې مياشتې په ۶مې نېټې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمې کې يو د هوا ضد توغنديز سيستم ويجاړ کړی او د سور سمندر په هوا کې يې يوه بېپېلوټه الوتکه غورځولې ده.

( سپوږمۍ)