د اسرائيل دفاع وزير يواف ګېلانت د اپريل په ۷مې نېټې خبر ورکړی، چې په رفع کې د پوځي عملياتو د چمتوالي په موخه یې د غزې له جنوب څخه اسرائيلي ځواکونه ايستلي دي.
د اسرائيل دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، وزير ګېلانت په همدې ورځ د اسرائيلي ځواکونو د جنوبي پوځي زون قوماندانۍ څخه تر ليدنې او ارزونې وروسته خبر ورکړی، چې په رفع کې د پوځي عملياتو په شمول د راتلونکو دندو د چمتوالي په موخه یې د غزې له جنوب يونس خان ښار څخه ځواکونه ایستلي دي.