د موزامبيک په شمالي سمندرګي کې د بېړۍ د ډوبېدو له امله ۹۱ کسان مړه شوي
CGTN2024/04/08 10:59:14
شريکول:

د موزامبيک ملي راډيو او تلويزيون د اپريل په ۷ مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په شمالي نامپولا ولایت موزامبيک ټاپو ته نږدې سمندرګي کې يوه بېړۍ ډوبه شوې، چې له امله يې ۹۱ کسان مړه شوي او ۳۴ نور تری تم دي.

د موزامبيک ملي راډيو او تلويزيون د نامپولا ولايت د چارواکي يامي بیسا نيتو په قول خبر ورکړی، چې په يادې بېړۍ کې ۱۳۰ کسان سپاره وو او له اندازې ډېر وزن يې د دې پېښې لامل بللی دی.