د مصر خبري رسنيو د اپريل د ۸مې نېټې په سهار وختي د دغه هېواد د ملي امنيت ادارې د يوه لوړپوړي چارواکي په قول، چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې، خبر ورکړی، د فلسطين د حماس، اسرائيل، قطر او امریکا مرکچي پلاوي له قاهرې څخه وتلي او په دوو ورخو کې به بېرته ستانه شي او په غزې کې د اوربند په اړه به مذاکرات بيا پيل کړي.
یاد چارواکي ويلي، چې په روانو مذاکراتو کې د بېلا بېلو خواوو د نظريو د یو شمېر توپيرونو د حل په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.