اردن غزې ته د خوراکي توکو د مرستو کاروان وليږه
CMG2024/04/08 10:23:16
شريکول:

د اردن خبري اژانش د اپرېل په ۷مې نېټې خبر ورکړی، چې دغه هېواد په همدې ورځ غزې ته په ۱۰۵ موټرونو کې د خوراکي توکو مرسته لېږدولې ده.

دا د فلسطین او اسرائیل د روانې جګړې له پیل راهیسې، غزې ته د اردن تر ټولو ډېره مرسته ده.

د حسیم خېریه بنسټ مشر حسین شيبري رسنيو ته ويلي، چې غزې تړانګې ته يې د لومړنيو توکو د مرستو کاروان لېږلی او هيله يې ښودلې، چې دغه مرسته له کوچني اختر مخکې غزې ته ورسیږي.

نوموړي ويلي، چې له اختر وروسته به غزې ته د مرستو نور کاروانونه هم وليږي.