فيليپين دې د نورو هېوادونو په لمسون چارې پر مخ نه وړي
CMG2024/04/08 15:03:56
شريکول:

امريکا، جاپان، استراليا او فيليپين د اپريل په ۷مې نېټې په جنوبي سمندرګي کې د لومړي ځل لپاره ګډ پوځي تمرينات ترسره کړل. د فيليپين رسنيو دې ته اشاره کړې،‌ چې څلورو هېوادونو په ګډه پوځي قوت ښودلی او موخه يې دا ده، چې د پوځي قوت په برخه کې چين ګواښ کړي . د خبر له مخې، د امریکا، جاپان او فيليپين ترمنځ سرمشريزه به ژر په واشنګټن کې پيل شي، دا ډېره څرګنده شوې ده، چې فيليپين غواړي د بهرنيو قواوو په همکارۍ د جنوبي سمندرګي په مسئله کې لاسوهنه وکړي او ورته نړيواله بڼه ورکړي.    

په دې کې هېڅ شک نه شته، چې‌ چین به يادو ګډو پوځي تمريناتو ته په چوپه خوله پاتې نه شي. د چين د ازادي بښونکي ځواک په همدې ورځ يانې د اپریل په ۷مې نېټې، په جنوبي سمندرګي کې هوايي او سمندري جنګي ګزمه وهلې. جنوبي سمندرګي ته د کړکېچ رامنځته کولو ټول پوځي عمليات د چین تر کنټرول لاندې دي.

له تېر کال راهيسې،‌ فيليپين په جنوبي سمندرګي کې دوامدار کړکېچ رامنځته کړی او څو څو ځلې په غير قانوني توګه د چين هوانګ يان ټاپو او ژن اي پرښې ته نږدې سمندري سيمې ته ننوتلي. په دې وروستيو کې فيليپين حتی خپل عمليات تجدید کړي. د مارچ په ۲۱مې نېټې، د فيليپين ۳۴ نفري ډله د چين له خبردارۍ سره سره په غير قانوني توګه د چين تيې شيان پرښې ته ورغلې؛ د اپريل په ۴مې نېټې، د فيليپين يو شمېر بېړيو د چين د نان شا ټاپوګانو د هو تېنګ پرښې سمندري سيمه  کې غير قانوني فعاليت تر سره کړی، له دې وروسته د چين سمندري پوليس د قانون له مخې ورسره مناسب چلند کړی. فيليپین ولې ياد لمسوونکي اقدامات تر سره کړي؟ ځينې شنونکي وايي، چې فيليپين غواړي دوامدار کړکېچ رامنځته کړي، څو چين ته مزاحمت وکړي او د جنوبي سمندرګي مسئله توده او لويه کړي.

فيليپين ظاهراً وايي چې د سیمه ييزې سولې په لټه کې دی، خو په واقعيت کې مقابله او شخړه رامنځته کوي. عمده لامل يې دا دی،‌ چې د امریکا په شمول بهرني ځواکونه فيليپين هڅوي او ورڅخه ملاتړ کوي‌. فيليپين په پوځي او امنیتي برخه کې پر نورو هېوادونو ډېره تکيه کوي، برعکس بهرني هېوادونه د مرستې برابرولو، ګډو پوځي تمريناتو او ګډو ګزمو له لارې فيليپين کنټرولوي. همدا راز امریکا د فيليپين له لارې د چین ضد عمليات تر سره کوي.

د فيليپين ولسمشر فيرديناند روموالديز مارکوس ويلي، چې بهرني ملګري په فعاله توګه له فيليپين سره مرسته کوي او د دغه هېواد اړتیا پوره کوي. په دې اړه ځينې تحليلونه وايي، چې فيليپين يوه ښکلې او جذابه نجلۍ نه ده، د لوېديځو هېوادونو موخه د فيليپين دوستي يا مينه نه ده.

د فيليپين د سنا مجلس د ډپيلوماتیکو اړیکو کمېټې مشرې ايمې مارکوس په دې اړه سالم عقل لري. د هغې په خبره، د ملي دفاع او سمندري امنيت په برخو کې د لوېديځو هېوادونو مرستندويه پيسې د تروجان آس (Trojan Horse) کمپيوټري ويروس په شان دي. کله چې فيليپيني حکومت دغه مرستندويه پيسې اخيستې، همدا راز د نورو هېوادونو لاسوهنه يې هم قبلولی او په پای کې ښايي تلپاتې شخړې رامنځته کړي. ايمې مارکوس له فيليپيني حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له چين سره متقابل تفاهم ژور کړي او پر سمندري مسئلې زحمت جوړ نه کړي. د ايمې مارکوس دریځ د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونوټولنې يا  اسيان له ډ‌ېرو هېوادونو سره يو شان دی.

له اپرېل راهيسې،‌ د اسيان يو شمېر هېوادونو له چین څخه د ليدنې څپه پورته کړې. د اندونيزيا نوی ټاکل شوی ولسمشر پرابوو سوبيانتو، د لاوس مرستيال صدراعظم او خارجه وزير ساليومکسای کوماسيتي، د ويتنام خارجه وزير بوي تان سون، او د تايلنډ شهزاده ګۍ ماها چاکري سيريندهورن په جلا جلا توګه چين ته سفرونه کړي دي. له دې څخه دا په داګه شوي، چې د چين او اسيان ترمنځ اړيکې د ښه او نژدې کېدو په حال کې روانې دي. په دې وروستيو کې د سينګاپور د يوسوفويسا د جنوب ختيځې اسيا انسټيټيوټ د يو سروې له مخې، د اکثرو ګډونوالو په اند، د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ‌ اړیکې د ښه کېدو په حال کې روانې دي، خو د ستراتيژيکې همکارۍ او د سیمه ييز امنيت د تضمين په برخو کې د امريکا د رول په اړه باور ټيټ شوی دی. لامل يې دا دی،‌ چې اسيان د جنوبي سمندرګي د مسئلې تر شا د امریکا لمسون ليدلی او په دې سره به معلومه شوي، چې د چین کړنه له سيمه ييزې سولې او د بېلابېلو هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

له يوې خوا، د اسيان اکثره هېوادونه د سيمه ييز سولې او ثبات په پار سيمه ييزې همکارۍ او اقتصادي یووالي ته وده ورکوي. له بلې خوا، فيليپين د نورو هېوادونو تر لمسون او ملاتړ لاندې د جنوبي سمندرګي په وضعيت کې کړکېچ رامنځته کوي، چې د ټولې سيمې له غوښتنې سره سرغړونه کوي.

 فيليپين د اسيا هېواد او د اسيان هېواد دی، دغه هېواد بايد جنوب ختیځې اسيا ته بېرته ستون شي او سيمه ييزه سوله او ثبات خوندي کړي. د جنوبي سمندرګي په مسئله کې د فيليپين لمسون خامخه ناکامېږي.