د سوریې په جنوبي درعا ولايت کې د اپرېل په ۷مې نېټې د څو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د سوريې شام راډيو د سیمه ییزو سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې د درعا ولایت په الصنمین ښار کې په همدې نېټې د څو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې شوي، چې په پایلې کې يې د ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.
په بريتانيې کې د سوريې د بشري حقونو څار سازمان ويلي، چې په درعا ولايت کې مېشتې وسله والې ډلې يو بل ته د دښمن په سترګه ګوي او د ۶مې نېټې د بمبارۍ پړه يو پر بل اچوي، چې له امله یې نښتو زور اخيستی دی.