کارابين ټولنې يا کاريکم د اپريل په اوومې نېټې په يوې اعلاميې کې د ويانا د ډيپلوماتيکو اړيکو تړون مراعاتول ډېر مهم بللي او ويلي يې دي، چې د دغه تړون له مخې، پر ډيپلوماتيکو پلاويو او کونسلګريو بايد تيری ونه شي.
کاريکم په دغې اعلاميې کې د اکوادور په پلازمېنې کيتو کې د مکسیکو پر سفارت د اکوادور د تېري په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د مکسيکو د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په پنځمې نېټې خبر ورکړی، چې د اکوادور پوليس په کيتو کې د مکسیکو سفارت ته په زور ننوتلي او هلته يې د اکوادور د ولسمشر پخوانی مرستيال ګراس نيولی دی.
ګراس له پولیسو په پلازمېنې کيتو کې د مکسيکو سفارت ته پناه وړې وه.
د مکسيکو بهرنيو چارو وزارت د اکوادور ياده کړنه پر نړيوال قانون او د مکسيکو پر ملي حاکميت بربنډ تېری بللی او له دغه هېواد سره يې د ډيپلوماتيکو اړيکو پرېکون اعلان کړی دی.