د کوریا جمهوريت پوځي څارګره سپوږمکۍ له امريکې څخه فضا ته وتوغول شوه
CGTN2024/04/08 11:03:31
شريکول:

د کوریا جمهوريت يوه پوځي څارګره سپوږمکۍ د امریکا د فلوريډا ایالت له کينيدي فضايي مرکز څخه فضا ته توغول شوې ده.

یاده سپوږمکۍ د اپريل د ۸ مې نېټې په سهار د فالکون ۹(Falcon 9) راکټ په وسيله فضا ته ليږدول شوې، چې د امريکا د سپېس اېکس (SpaceX) يا د فضا اکتشافي تخنيکونو شرکت لخوا جوړ شوی دی.

د کوریا جمهوريت دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دغه سپوږمکۍ يې ټاکلي فضايي مدار ته رسیدلې ده.