روکسي، د زيمبابوې د وحشي ژويو ژغورنې مرکز مديره ده
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵م کال کې له زيمبابوې څخه لېدنه کړې وه
روکسي هغه مهال شي جين پينګ ته د زيمبابوې د وحشي ژويو ژغورنې مرکز ډول ډول حيوانات معرفي کړل.
د رئیس شي خبرو پر روکسي اغېزه کړې ده، " رئیس شي د حيواناتو ساتنې کارونو ته ډېره پاملرنه کوي او په دقت سره د ځناورو د ساتونکو چارو پر وړاندې ننګونې درک کوي.
رئيس شي روکسي ته يو ګلدان ورکړی او پر دغه ګلدان د چین لوی پانډا پنځول شوی دی.
رئيس شي روکسي ته د لوی پانډا د روزلو پروګرام په اړه هم مالومات ورکړي دي.
د روکسي په وينا، " د رئيس شي په مشرۍ د چین د وحشي ژويو ساتونکو چارو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
زه باور لرم، د رئيس شي په ځانګړې پاملرنې سره به د ځناورو ساتنه يو ځل بيا په نړیواله کچه د پام وړ چاره وګرځي."