شي جين پينګ د ميکرونيزيا فدراسيون له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/04/09 20:47:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۹مې نېټې په ماسپښين  په بېجينګ کې د ميکرونيزيا فدراسيون له ولسمشر ويسلي سيمينا سره وکتل.

شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې دې ته په اشارې سره وويل، چين د ميکرونيزيا ملاتړ کوي چې ملي حاکميت او خپلواکي وساتي، له خپلو ملي واقعيتونو سره سمه پرمختيايي لار غوره کړي، اقتصاد یې سمسور کړي او د خلکو په ژوند کې ښه والی ومومي. چين غواړي له ميکرونيزيا سره د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو د ۳۵مې کليزې په نوي پيل کې د مختلفو کچو ډيالوګونه وساتي، په بېلا بېلو ساحو کې د متقابلو ګټو همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکې نوې سويې ته ورسوي.

د ميکرونيزيا فدراسيون ولسمشر ويسلي سيمينا په خپلو خبرو کې ويلي، فدراسيون يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او په نظر يې ، په نړۍ کې يوازې يو چين موجود دی او د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين په استازيتوب يوازينی قانوني حکومت دی. دغه راز تايوان د چين د خاورو يوه نه بېلېدونکې برخه ده.ميکرونيزيا د تايوان، هانکانګ، شينجيانګ او شي ځانګ په شمول د مرکزي ګټو اړوندو مسئلو کې د چين له دريځونو ملاتړ کوي. د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن په اړه د رئیس شين پينګ وړانديزونه د پرمختيايي هېوادونو د ګډ پرمختګ او د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره ګټه لري.