ملګرو ملتونو د فلسطين د رسمي غړيتوب د غوښتنليک د بيا سنجش لړۍ پيل کړې
CMG2024/04/09 14:08:02
شريکول:

امنيت شورا د اپريل په اتمې نېټې د ملګرو ملتونو د رسمي غړيتوب لپاره د فلسطين د غوښتنليک د بيا سنجش لړۍ پيل کړې او پرېکړه يې کړې، چې دغه غوښتنه به یې د امنيت شورا د نوي غړي هېواد د منلو کمېټې ته وسپاري.

د ملګرو ملتونو د نوي غړي هېواد د منلو کمېټه د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه جوړه شوې ده.

يادې کمېټې د روانې میاشتې د ۸مې نېټې په ماسپښین د فلسطین پر غوښتنليک بحث پيل کړی او  امنيت شورا ته به خپل راپور وړاندې کړي او ورپسې به امنيت شورا پرېکړه وکړي، چې وړانديز يې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وړاندې کړي او که نه.

فلسطين په ۲۰۱۱م کال کې د ملګرو ملتونو د وخت سرمنشي بانکي مون ته د دغه سازمان د رسمي غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړی، خو امنيت شورا تصويب نه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي څارونکي د اپرېل په ۲مې نېټې د دغه سازمان سرمنشي انټونيو ګوټرېش ته يو ليک لیږلی او غوښتنه يې پکې کړې، چې د فلسطين غوښتنلیک بيا وسنجوي.