د اسرائيل دفاعي ځواکونو د اپريل د ۸مې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ پر بشري مرستندويه توکو بار د ۴۱۹ لاريو کاروان غزې ته ننوتلی دی.
په دغه کاروان کې د لاريو شمېر د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له پيل راهيسې تر ټولو زيات دی. د دې ترڅنګ په همدې ورځ د غزې خلکو ته د خوراکي توکو ۲۵۸ کڅوړې له هوا څخه غورځول شوې دي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونه به د نړيوال قانون په رڼا کې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې غزې ته د بشري مرستندويه توکو لېږدولو ته پر له پسې اسانتياوې برابرې کړي.
( سپوږمۍ)