بېجينګ د چين پر برقي موټرونو د امريکا تحقيقاتو ته غبرګون وښود
CMG2024/04/09 10:15:50
شريکول:

د امريکا حکومت په دې وروستيو کې د ملي امنيت په پلمه اعلان کړی، چې د چين د برېښنايي موټرو په اړه به پلټنه وکړي. اروپايي ټولنې هم په ورته وخت کې له خپلو ګمرکي ارګانونو څخه غوښتي، چې له چين څخه واردېدوونکي برقي موټرونه راجسټر کړي.

د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت يوه مسؤل په دې اړه ويلي، چې ځينو هېوادونو او سيمو له کافي شواهدو پرته پخپله خوښه د چين پر برقي موټرونو سوداګريز محدوديتونه لګولي دي. د دوی دغه کړنې نه يوازې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو قواعدو سره سمون نه لري، بلکې د موټرو پر نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو سخته اغېزه کوي او د نړيوالو مصرف کوونکو ګټې زيامنوي. دا ډول کړنې د موټرو د نړيوالو چارو د پرمختګ په ګټه نه دي.