د نړیوال عدالت د ساتلو په پار د چین مخالفې رايې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی
CMG2024/04/09 10:38:02
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین د دايمي پلان لنډمهالي شارژدافير دای بینګ د اپرېل په ۸مې نېټې د دغه سازمان د ردونې حق غونډې کې ویلي، چې هېواد يې د تېر مارچ په ۲۲مې نېټې له روسیې او الجزایر سره په ګډه په امنیت شورا کې د امریکا لخوا د غزې د وضعیت د پرېکړه لیک مسودې ته مخالفه رايه ورکړې ده.

نوموړي وويل، چې چين دغه پرېکړه د نړيوال عدالت، د ملګرو ملتونو د منشور او د امنيت شورا د مسووليت او واک پر بنسټ کړې او هم یې د دغې مسودې په اړه د عربي هېوادونو جدي اندېښنې او سخت نارضايت په پام کې نيولی دی.

دای بینګ ویلي، امریکا د غزې مسئلې پر ښکېلو هېوادونو ډېر مهم نفوذ لري، خو په مکرر ډول یې په امنیت شورا کې د غزې د اوربند مخه نېولې ده.

نوموړي ويلي، امریکا د پرېکړه لیک مسودې کې د غزې د اوربند په اړه دريځ نه دی روښانه کړی او دا چاره یې د امنیت شورا د غړو له توافق او د نړیوالې ټولنې له تمې سره سمون نه لري.

دای بینګ زياته کړې، که د امريکې ياده مسوده تصویب شوې وای، نو په غزه کې به جګړه نوره هو تېزه او له نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه به سرغړونې دوام موندلی وای.