هیله ده چې چین ته د جانېت يېلن تر سفر وروسته به امریکا په عملي توګه خپل مسؤلیتونه په غاړه واخلي
CMG2024/04/09 14:38:57
شريکول:

د امريکا د مالیې وزيرې جانېت يېلن به نن د اپرېل په ۹مه نېټه له چين څخه خپله لیدنه پای ته ورسوي. نوموړې د امریکا د کابینې لومړۍ غړې ده چې سږ کال چین ته سفر کوي او له ۹ میاشتو وروسته يې بیا چین ته سفر کړی دی. په دې موده کې دواړو خواوو په بېلا بېلو کچو او څو برخو کې خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې په ګډه د چين او امريکا د مشرانو مهمې ګډې نظریې پلې کړي او د اقتصادي پرمختګ او پولي همکارۍ د پياوړتیا لپاره نوي توافقات تر لاسه کړي. یېلن په خپلو خبرو کې وویل، امریکا او چین باید په مسؤلیت سره دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې اداره کړي.

د یېلن نوموړې څرګندونې ښې ښکاري، خو خلک په دې اړه ډېر باور نه لري چې دا به څنګه پلې شي. ځکه چې واقعیت دا دی چې امریکا په دوامداره توګه پر چین اقتصادي، سوداګریز او تخنیکي فشارونه اچولي او د چیني شرکتونو په وړاندې د دغه هېواد د بندیزونو لیست اوږد او اوږدېږي. چین او امریکا د نړۍ دوه مخکښ اقتصادونه دي. چين تل په دې باور دی چې د چين او امریکا اقتصادي او سوداګريزه همکاري د متقابلو ګټو لپاره ګټوره ده او چین هم د تل لپاره په دې برخه کې هڅې کړې دي. خو په دې وروستيو کلونو کې امريکا له چين سره په ورته لوري نه ځي او د خپلو خلکو او نړۍ په وړاندې يې خپل مسؤليتونه نه دي ترسره کړي.

څرنګه چې یېلن دا ځل د "مسؤلیت" په اړه خبرې وکړې، نو موږ باید پوه شو چې واقعاً "مسؤلیت" څه دی. لومړی دا چې اقتصادي او سوداګریزې مسئلې نه شي سیاسي کېدلی او د "امنیت" تر نامه لاندې "ناامني" نه شي رامنځته کولی. دا ځل چين پر خپلو تصديو د امريکا د بنديزونو، د تعرفو د زياتوالي او پر چيني پانګونې د محدوديتونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.  

د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بايد د اقتصادي او بازاري اصولو سره سمون وخوري. څه موده وړاندې، د امريکا د زياتو لویو تصدیو مشرانو له چين څخه ليدنه وکړه. د اپل( Apple) او کوالکوم (Qualcomm) په شمول د امريکايي شرکتونو مسؤلینو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې په چين کې به لازیاتې پانګونې وکړي او په پر له پسې توګه به له چین سره د نوښت همکاري وکړي، دا د شرکتونو لپاره د بازار انتخاب دی. د يېلن په دې سفر کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او امريکا د اقتصادي کاري ډلې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو او نړیوال اقتصاد د متوازنې ودې په اړه د نظريو تبادله وکړي او د پولي کاري ډلې په چوکاټ کې د پولي ثبات، دوامداره پولي پرمختګ او د پیسو مینځلو ضد په شان موضوعاتو باندې تبادلې ته دوام ورکړي. دغه اجماع د بازار د اندېښنې د کمولو او د بازار د ډاډمنتيا د لوړولو لپاره ګټورې دي او د دوو لویو اقتصادونو په توګه د چين او امريکا مسؤليتونه هم دي.

یېلن د خپل سفر په ترڅ کې د نوې کېدونکې انرژۍ په چارو کې تش په نامه د چین د "زیات ظرفیت" مسئله هم راپورته کړه، خو اړونده ډاټا د امریکا د نظر ملاتړ نه کوي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۳م کال کې د چين له خوا تولید او پلورل شویو د نوې انرژۍ د موټرو شمېر په جلا جلا توګه ۹،۵۸۷ ميليونه او ۹،۴۹۵ میليونه دي. په نړیوال کچه د لوړ کیفیت تولیدي ظرفیت زیات نه، بلکې ډېر کم دی. د چين د لوړ کيفيت توليدي ظرفيت د نورو هېوادونو د اړتياوو پوره کولو ته دوام ورکوي. 

اړوندو کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې د نوې انرژۍ په برخه کې، یوازې د دې لپاره چې چین د امریکا په پرتله د لوړ کیفیت تولیدي ظرفیت چمتو کوي او په نړۍ کې ډېر د هرکلي وړ دی، امریکا دا د "زیات ظرفیت" په توګه تعریفوي، کوم چې د دغه هېواد د تسلط مفکوره منعکس کوي. 

روان کال د چين او امريکا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. تېرو تجربو ثابته کړې چې د چين او امريکا اقتصادي ګټې يو له بل سره ژور تړاو لري، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره هم ګټوره ده.