چين د غلو دانو د توليدي توان د لوړولو پلان تطبیق کړ
CGTN2024/04/09 10:47:12
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د اپريل په اتمې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد دولتي شورا پدې وروستيو کې له ۲۰۲۴م کال تر ۲۰۳۰ م کال پورې، د غلو دانو د توليدي توان د لوړولو د نوي پړاو پلان خپور کړی او له دې لارې غواړي، چې په هېواد کې د غلو دانو د خونديتوب بنسټ ټينګ کړي.

د دغه پلان له مخې، په۲۰۳۰م کال کې به د چين د غلو دانو په توليدي ظرفيت کې له ۵۰ ميليارډ کيلوګرامو ډېر زياتوالی راشي او د غلو دانو جامع تولیدي توان به يې نور هم پیاوړی شي.

په دغه پلان کې ټاکل شوي، چې چين به د غلو دانو د توليدي توان د پياوړي ساتلو ترڅنګ د جوارو او سويابينو په توليد کې هم ډېرې هڅې وکړي او د کچالو په ګډون ډېر محصولات به توليد کړي.