په روسيې کې سختو سيلابونو له لسو زرو څخه زياتې ودانۍ لاندې کړي
CMG2024/04/09 10:17:20
شريکول:

د روسيې د بېړنيو پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اپريل په ۸مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې په دې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد په اورنبورګسکايا ايالت او کورګانسکايا ايالت کې سخت ورښتونه شوي، چې له امله یې سخت سیلابونه راوتلي او له لسو زرو څخه زیاتې ودانۍ اوبو لاندې کړې دي.

يادې ادارې ويلي، چې مرستندويه کارکوونکي یې په سيلاب ځپلو سیمو کې په ژغورنيزو چارو بوخت دي.

 د روسیې په ورنبورګسکايا ايالت کې تر ټولو سخت سیلابونه راوتلي، چې له امله یې څه باندې ۶ زره او سلو کسانو خپل کورونه او سیمې پرېښودلې دي.