شي جين پينګ به د ميکرونيزيا فدراسیون ولسمشر د هرکلي مراسم تر سره کړي
CMG2024/04/09 18:02:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ به د اپرېل د نهمې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د  خلکو د لوی تالار په ختيځ ميدان کې چين ته د ميکرونيزيا د فدراسیون ولسمشر سيمينا د راتګ د هرکلي مراسم تر سره کړي او ور سره به خبرې اترې وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جین پینګ په بلنه د ميکرونيزيا  فدراسیون ولسمشر ويسلي سيمينا د اپرېل له پنځمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه کوي.

د خبر له مخې دواړه مشران به د ځينو تړونونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.