د چين صدراعظم لي چيانګ له اقتصاد پوهانو او متشبثينو سره وکتل
CGTN2024/04/09 10:50:43
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي چيانګ د اپريل په اتمې نېټې د دغه هېواد له اقتصاد پوهانو او متشبثينو سره ناسته کړې او د اوسني اقتصادي وضعيت او اړوندو کارونو په اړه يې د هغوی نظرونه او وړانديزونه اورېدلي دي.

لي چيانګ په خپلو خبرو کې د چين بهرنی چاپېريال ډېر سخت او پيچلی ياد کړی او نامعلومتياوې يې مخ په زیاتېدو بللي او په وينا یې، د چين په اقتصادي پرمختګ کې د موجودو ستونزو هوارول زیاتو هڅو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړې، د چين پرمختګ ټينګ بنسټ، زيات ګټور شرايط او لوی پټ قوت لري او دغه راز د اقتصاد د اوږدمهاله مثبت پرمختګ تمايل يې هم نه دی بدل شوی او حکومت يې باور او توان لري، چې دوامدار او سالم اقتصادي پرمختګ به وساتي.