امير عبداللهيان: امريکا د ایران پر سفارت د اسرائيل د بريد مسئوليت لري
CGTN2024/04/09 10:43:31
شريکول:

د ايران بهرنیو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اپريل په اتمې نېټې د سوريې په پلازمېنې دمشق کې رسنيو ته ويلي، چې امريکا د ایران پر سفارت د اسرائيل د بريد مسئوليت لري.

امير عبداللهيان په همدې ورځ په دمشق کې له خپل سوري سيال فیصل مکداد سره تر خبرو وروسته يوې ګډې مطبوعاتي غونډې ته په خبرو کې ويلي، چې اسرائيل په سوريې کې د ايران پر سفارت په بريد کې د امریکا جنګي الوتکې او توغندي کارولي دي او په خبره یې، امريکا د اسرائيل دغه کړنه نه ده غندلې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې واشينګټن د اسرائيل دغه جرم ته اجازه ورکړې ده.

مکداد په خپلو خبرو کې د اسرائيل ياده کړنه له نړيوال قانون او بشري ارزښتونو څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

د امريکا د دفاع وزارت چارواکي شينهوا خبري اژانس ته په تليفوني خبرو کې ويلي، چې ځواکونو يې د ايران پر سفارت بريد کې لاس نه لري.