شي جين پینګ او لولا د چين د کمونېست ګوند او د برازيل د کارګرو ګوند د اوومې دورې تيورۍ سيمينار ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
cmg2024/04/09 19:14:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند او د برازيل د کارګرو ګوند د اوومې دورې تيورۍ سيمينار د اپرېل په نهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پینګ او د برازيل د کارګرو ګوند افتخاري رئيس او ولسمشر يې لولا په جلا جلا توګه ياد سيمينار ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پینګ په خپل پيغام کې ويلي چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس کې د دې ګوند مرکزي دنده ټاکل شوې چې د ګوند په مشرۍ سره د بېلا بېلو قومي خلکو له خوا د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي او دوهمه سليزه موخه تر سره کړي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د غښتلي هېواد ابادي او د چيني ملت بيا سمسورتيا پرمخبوزي.

هغه دې ته په اشارې سره ویلي چې روان کال د چين او برازيل ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره او د چين د کمونېست ګوند او د برازيل د کارګرو ګوند ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره هم برابر دی. د چين د کمونېست ګوند غواړي چې په نوی تاريخي پيل کې د برازيل د کارګرو ګوند سره د حکومتوالۍ په هکله د یو له بل څخه د تجربو زده کړه وکړي، د ګوندي ابادۍ او دولتي ترقۍ او په نوې زمانه کې د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لازیات خدمتونه وکړي.

لولا په پيغام کې داسې ویلي چې روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېډو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. دواړو خواوو په پنځوسو کلونو کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لوري يو له بل سره همکارۍ کړې او دوستي يې هم ټينګې کړې دي. تېر کال مې له رئيس شي جين پینګ سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړې. د برازيل او چين ترمنځ اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي.