شي جين پینګ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره وکتل
cmg2024/04/09 20:29:54
شريکول:


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د نهمې نېټې په مازدیګر په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزیر سيرګي لاوروف سره وکتل.

شي جين پینګ د لاوروف له لارې ولسمشر پوتين ته سلامونه وړاندې کړل او دې ته يې اشاره وکړه چې روان کال د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵ مې کاليزې سره برابر دی. چين او روسيه توانېدلي چې د لويو او ګاونډيو هېوادونو په توګه په همغږۍ سره ګډ ژوند کوي، په همکاريو يې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي، دواړو هې،ادونو او خلکو ته یې ګټې رسولې او د نړيوال عدالت د ساتلو لپاره يې خپله هوښياري او قوت برابر کړی دی.

شي جين پينګ وويل: له ولسمشر پوتين سره مې پر دې موافقه کړې چې يو له بل سره د نژدې تماس نيولو ته ادامه ورکړو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ ومومي. دواړه خواوې دې د يادو اړيکو د ۷۵مې کاليزې او د دواړو هېوادونو د کلتوري کال په درشل کې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجتماع پلې کړي.

شي جين پینګ پر دې ټينګار کړی چې چین له روسانو څخه ملاتړ کوي چې د خپل هېواد له  مشخصاتو سره سم په خپلې پرمختیايي لارې ګامونه پورته کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټولنیز امنیت او ثبات د ساتلو په پار هڅې وکړي.

لاوروف هم رئیس شي جين پینګ ته د ولسمشر پوتين سلامونه او نيکې هیلې وړاندې کړې او ويلي يې دي چې چين د رئیس شي جين پينګ په مشرۍ د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او هم د ګډ پرمختګلپاره يې نورو هېوادونو ته مهم فرصتونه برابر کړي دي. روسيه د چین لاسته راوړنې ستايي.د روسيې لپاره د بهرنیو پاليسيو لومړيتوب له چين سره د اړيکو هر اړخيز ټينګښت دی. روسيه غواړي چې له چین سره په جدي توګه د دواړو هېوادونو شوې مهمې موافقې پلې کړي، دوه اړخيزې او څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، له نورو پرمختيايي هېوادونو سره د يووالي او همکاريو له لارې د لا عادلانه نړيوال نظام د جوړولو لپاره خپل خدمتونه وکړي.