شي جين پینګ د فرانسې د ميريوکس صندوق له رئيس او د ده مېرمنې سره وکتل
CGTN2024/04/09 10:41:22
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پینګ د اپريل په اتمې نېټې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې د ميريوکس (Merieux) صندوق له رئيس الاين ميريوکس او د ده مېرمنې سره کتلي دي.

شي جين پينګ د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو او د چين روغتيايي چارو ته د ميريوکس جوړې او د ده صندوق اوږدمهالې پاملرنې او ملاتړ ستايلي او ويل يې دي، چې اوسنۍ نړۍ کې داسې لوی بدلونونه روان دي، چې په تېرو سلو کلونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی او نړيوال وضعيت يې هم مخ په متزلزلېدو ياد کړی دی.

 چين جګړه نه، بلکې سوله غواړي او په نړۍ کې د شخړو له ښکيلو خواوو غواړي، چې جګړې پای ته ورسوي او د سولې خبرې وکړي او د دې ترڅنګ، چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په هڅه کې دی.

نوموړي ويلي، سږکال د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو د جوړېدو ۶۰ کليزه ده، چين غواړي له فرانسې سره د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي، خپلمنځي همکارۍ ورسره نږدې کړي او لا لوړې سويې ته د دغو اړيکو د پورته کولو لپاره ورسره ګډ کار وکړي.

شي جين پینګ هيله ښودلې، چې ميريوکس صندوق له چين سره د ګډو همکاريو د ژورتيا په پار هڅو ته دوام ورکړي.

ميريوکس ويلي، چې هغه له ډېرو کلونو راهیسې د چين پرمختګ ته پاملرنه کوي او ستايي او صندوق به يې د چين او فرانسې د دوستۍ او د روغتيا او صحت په برخه کې د همکارۍ په پراختيا کې پرله پسې مثبت رول ولوبوي.