چين د ډلو له تقابل سره مخالفت کوي
CMG2024/04/09 14:45:50
شريکول:

ټاکل شوې، د جاپان او فيليپين مشران به په روانې اوونۍ کې امريکا ته ولاړ شي او درې اړخيزه سرمشريزه به ترسره کړي. وړاندوینه دا ده، چې درې واړه هېوادونه به د دفاعي چارو په برخه کې اړيکې ټينګې کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپريل په ۸مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي، چې هر هېواد بايد د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره کټورې همکارۍ ترسره کړي او هېواد يې په سیمې کې د نورو هېوادونو د ګوښه کولو لپاره د کوچنيو ډلو له جوړولو او د ډلو له تقابل سره مخالفت کوي.