د چین د لوبتکو مرکز
CRI2024/04/09 15:16:08
شريکول:

د چين د ګوانګ دونګ ولايت د شانتو ښار چنګ های سيمه د ۴۰ کلن پرمختګ په بهیر کې د لوبتکو يا نانځکو په مرکز بدله شوې او په ټولې نړۍ کې يې شهرت خپل کړی دی.

دغه سيمه په نړۍ کې د لوبتکو تر ټولو بشپړ او لوی صنعتي سيستم لري او په دې وروستیو کلونو کې يې د لوبتکو د ډيزاين او چمتو کولو، برانډ جوړولو، له کولتوري او کارتوني عناصرو څخه ګټې اخيستلو، ډيجيټلي کېدو، نورو ځايونو ته د خپلو توليداتو رسولو، له نورو هېوادونو سره تجارت او نړيوال بازار کې د خپلو توليداتو د ترويج په برخو کې اغېزمن کوښښونه کړي دي.