باربادوس د یو چین پېژندنې له اصل څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړ
CMG2024/04/10 14:26:44
شريکول:

د باربادوس صدر اعظم ګرنټ موتلي د اپريل په ۹مې نېټې ويلي، چې هېواد يې د یو چين پېژندنې له اصل څخه ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې باربادوس او چين په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي.

د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ ملي ادارې رئيس لوه جاو هوی د روانې میاشتې په ۹مې نېټې  په بریجتون کې له ګرنټ موتلي سره کتلي دي.

موتلي ويلي، چې باربادوس د یو چين پېژندنې له اصل څخه ټينګ ملاتړ کوي او د یو کمربند او يوې لارې او د نړیوال پرمختګ په وړانديزونو کې به فعال ګډون وکړي.
نوموړي ويلي، هېواد به یې د چين له برياليو پرمختيايي تجربو څخه زده کړه وکړي او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره ګډې همکارۍ ژورې کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته به یې ګټې ورسوي.

لوه جاو هوی ویلي، چین غواړي له باربادوس سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمې اجماع د عملي کولو لپاره کار وکړي، په بنسټیزو تاسیساتو، کرنې، اقلیمي بدلون او  نورو برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي، د یو کمربند او یوې لارې او د نړیوالو پرمختګ وړاندیزونو د باکيفيته ابادې لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي او د دوه اړخیزو اړیکو دوامدار پرمختګ ته به يې وده ورکړي.