ترکيې اسرائيل ته پر ځينو تولیداتو محدودیتونه لګولي
CMG2024/04/10 14:20:45
شريکول:

د ترکيې سوداګرۍ وزارت د اپريل په ۹مې نېټې اعلان کړی، چې اسرائیل ته د ځينو المونيمي او پولادي توليداتو، سمنټ،‌ کېبل، انجينرۍ ماشينونو، سختماني موادو او کيمياوي سرې په شمول د ۵۴ ډوله توليداتو صادرات محدود کړي دي.

 د ترکيې سوداګرۍ وزارت  ويلي، چې ياد صادرات به تر هغې محدود وساتي، څو اسرائيل په غزې کې اوربند ته غاړه کيږدي.

ترکيې د ياد تدبير تر خپرېدو يوه ورځ مخکې اسرائیل غندلی و، چې غزې تړانګې ته يې د ترکيې د هغو الوتکو مخه نيولې، چې مرستندويه توکي يې لېږدول.

اسرائيل هم په يو بیان کې ترکيه غندلې، چې په يو اړخيز ډول يې د دواړو هېوادونو له تجارتي تړون څخه سرغړونه کړې او د ځوابي تدبیرونو خبرداری یې ورکړی دی.