امريکا د چين د نوې انرژۍ د توليداتو مخه نيسي او له اقتصادي تیورۍ څخه سرغړونه کوي
CMG2024/04/10 14:53:45
شريکول:

بلومبورګ خبري اژانس د اپرېل په نهمې نېټې په يوې تبصرې کې ويلي، چې امريکا غواړي د سوداګرۍ ساتونکو تدبيرونو له لارې د چين د نوې انرژۍ د توليداتو مخه ونيسي، چې دغه کړنه يې له دوه سوه کلنۍ اقتصادي تيورۍ څخه سرغړونه ده او له اقليمي بدلون سره پر مقابلې او زرغون پرمختګ به منفي اغېزې وکړي.

د امريکا ماليې وزيرې جانېټ يلون پدې وروستيو ورځو کې په خپلو خبرو کې د چین د نوې انرژۍ توليدي وړتيا له ټولنيزو اړتياوو زياته بللې ده.

مبصر د جانېټ يلون يادې څرګندونې د مقايسوي ګټو له اقتصادي تيورۍ سره په ټکر کې بللي، چې له مخې يې که يو هېواد په ټيټې بيې توليدات توليدوي، نو نور هېوادونه يې بايد پر وړاندې ګمرکي خنډونه جوړ نه کړي، بلکې د دغه توليد د واردولو لپاره باید زمېنه برابره کړي او هم باید خپل غوره توليدات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

مبصر ليکي، کله چې د اقلیمي بدلون ضد پر مبارزې خبرې کيږي، نو امريکا د نوې انرژۍ توليدي توان کمزوری بولي، خو کله چې د چین د نوې انرژۍ صنعت پرمختګ کوي، نو بيا پرې نېوکې کوي، چې توليدي ظرفيت يې له اړتياوو زيات دی، چې دا دواړه بیانونه يې یو له بل سره په تضاد او په ټکر کې دي.