بېجينګ: چين به نړيوال اقتصادي پرمختګ ته پرله پسې خوځنده ځواک برابر کړي
CMG2024/04/10 11:17:12
شريکول:

 

د پيترسن نړيوال اقتصادي انستيتوټ عالي څېړونکي رودي څو ورځې مخکې د ډيپلوماتيکو چارو وېبپاڼې کې يوه لېکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې په راتلونکو څو کلونو کې د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت ممکن له امريکا دوه چنده چټک وي.

د چين خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د اپريل په ۹مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې په دې اړه څرګنده کړې، چې چين به په خپل ثابت پرمختګ نړيوال اقتصادي پرمختګ ته قوي خوځنده ځواک او لا زيات فرصتونه برابر کړي.

نوموړې ويلي، د چين اقتصاد ټينګ بنسټ، کلکوالی او د پرمختګ ستر بالقوه توان لري. چين په نړۍ کې يوازينی هېواد دی، هغه ټولې صنايع لري، چې د ملګرو ملتونو په لېست کې شاملې دي.

په چين کې منځنی عايد لرونکي له ۴۰۰مليونو تنو څخه پورته دي او دا شمېر ښايي په راتلونکو څو کلونو کې ۸۰۰ ميليونو تنو ته ورسېږي.

د ماو نينګ په خبره، له تېرو څو کلونو راهيسې هر کال په چيني ټولنې کې د څېړنيزو چارو لګښت او د عالي ټکنالوژۍ پانګونه څه باندې لس سلنه زياته شوې ده. د چين حکومت اوس د نوي کيفيت توليدي ځواک په چټک پرمختګ بوخت دی.

د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې په چين کې د بهرنيو پانګوالو لخوا د نويو جوړو شويو تصديو شمېر ۷۱۶۰ ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۴.۹سلنه زياتوالی ښيي او له تېرو ۵ کلونو راهيسې يې تر ټولو لوړه سويه خپله کړې ده.

 د چين د اقتصاد دايمي او ښه پرمختيايي حالت نه بدلېدونکی دی.