د ايران په جنوب ختيځ کې د بريد له امله شپږ پوليس وژل شوي
CMG2024/04/10 14:51:31
شريکول:

د ايران تسنيم خبري اژانس د اپرېل په نهمې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب ختيځ سيستان او بلوچستان ولايت کې د يوه ترهګريز بريد له امله شپږ پوليس وژل شوي دي.

خبر وايي، ترهګرو په همدې ورځ په ياد ولايت کې د پوليسو پر دوو موټرو بريد کړی، چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د پېښې پر مهال د پوليسو په يو موټر کې يو ترهګر ناست و، چې د تېر مارچ په يو بل برید کې يې هم لاس درلود او يو پوليس يې وژلی و.

د جيش العدل ډلې د دې بريد پړه پرغاړه اخيستې ده.