ګيلاني د پاکستان د سنا مجلس مشر وټاکل شو
CMG2024/04/10 11:12:29
شريکول:

د پاکستان سنا مجلس د اپريل په ۹مې نېټې د رياست ټاکنې ترسره کړې، چې پکې د خلکو ګوند نوماند يوسف رضا ګيلاني بريالی شوی دی.

په دغو ټاکنو کې يوسف رضا ګيلاني هېڅ سيال نه درلود او يادې څوکۍ ته بريالی شوی دی او دغه راز سيدال خان ناصر د پاکستان مسلم ليګ (ف) په ملاتړ د دغه مجلس مرستيالۍ ته نوماند او بريالی شوی دی.

يوسف رضا ګيلاني په ۱۹۵۲م کال کې زېږېدلی، له ۱۹۹۳م کال نه تر ۱۹۹۷م کال پورې د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر او له ۲۰۰۸م کال نه تر ۲۰۱۲م کال پورې د پاکستان صدراعظم و.