د چین خارجه وزير د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو د حل په اړه د چين دريځ څرګند کړ
CGTN2024/04/10 13:05:24
شريکول:

د چین بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۹ مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ګډه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو د حل په اړه يې د چين نظرونه بيان کړي دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې پر څو اصولو ټينګ ار لري.

۱ـ  چين د ملګرو ملتونو منشور او اصول او د نړیوال قانون او نړیوالو اړيکو اساسي اصول ساتي.

۲ـ چين سولې ته ارزښت ورکوي او ښکيلې خواوې د جنجالونو د هواري لپاره خبرو ته هڅوي.

۳ـ چين د بېلا بېلو خواوو غوښتنې په پام کې نيسي او ستونزو ته داسې حل لاره مومي، چې له بېخه هوارې او بيا رامنځته نه شي.

۴ـ  بېجينګ پر رښتيني څواړخیزم ټينګار لري او په نړۍ کې په تېره بيا په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ډلو له تقابل سره مخالفت کوي.

وانګ يي زياته کړې، چې ناټو باید د اسيا او ارام سمندر سيمې ته لاس ونه غځوي.

نوموړي د اوکراين مسئلې په اړه ويلي، چين له دې ملاتړ کوي، چې په مناسب وخت کې داسې نړیواله غونډه جوړه شي، چې روسيې او اوکراين ته د منلو وړ وي او بېلا بېلې خواوې پکې مساوي برخه ولري او د سولې پر ټولو احتمالي پلانونو ډاګيز بحثونه وکړي.

وانګ يي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې په تړاو ويلي، چې ښکېلې خواوې باید د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اړوند پرېکړه ليکونه عملي کړي او باید غير مشروط او دايمي اوربند وکړي او هېواد يې له امنيت شورا ملاتړ کوي، چې ډېر ژر فلسطين د ملګرو ملتونو د رسمي غړي په توګه ومني .

نوموړي د دوو هېوادونو پلان د بيا پیل غوښتنه هم کړې ده.

وانګ يي زياته کړه، چې نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون نورو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو ته هم پاملرنه وکړي.