ولې امريکا د چين نوې انرژي د خپل ځان پر وړاندې خنډ بولي؟
CMG2024/04/10 15:31:49
شريکول:

د امریکا مالیې وزیرې جانېت یېلن څو ورځې مخکې په جورجیا ایالت کې د لمریزو بېټريو له یوې فابریکې څخه د لېدنې پرمهال چين د نوې انرژۍ په چارو کې د "زیات تولیدي ظرفیت" په لرلو تورن کړی او ويلي يې دي، چې د چين دغه زیات تولیدي ظرفیت به نړیوال نرخونه ګډوډ کړي او د امریکايي شرکتونو او کارګرو ګټو ته به زیانونه ورسوي.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال جې شامباوغ د جانېت یېلن له يادو څرګندونو مخکې ویلي وو، چې" د چین ډېر ظرفیت به په پای کې د نړۍ پر بازار اغېزه وکړي. " له بلې خوا والسټریټ ورځپاڼې هم خبر ورکړی، چې " د برېښنایي موټرو په چارو کې د چین زیات تولیدي ظرفیت همدغې چارې ته زیان رسوي."

ولې امریکایي سیاستوال او رسنۍ د چین په اړه د"زیات توليدي ظرفیت" پروپاګنډ پاشي او د نوې انرژۍ چارې يې په نښه کوي؟

حقیقت دا دی، چې د چين د نوې انرژۍ چارو په دې وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او له امریکا يې د سیالۍ ډګر وړی دی، نو اوس واشنګټن هڅې کوي، د بېجينګ د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په ۲۰۲۳م کال کې، د چین د برېښنايي مسافر وړونکو موټرو، لیتیم ایون بېټريو او د لمریزو بېټریو عمومي صادراتي اندازه  يو ټریلیون او ۶۰ ميلیارډه  یوانو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله نژدې ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. چین په ۲۰۲۳م کال کې د نوې انرژۍ موټرو د چارو د پرمختګ په برخه کې له جاپان څخه مخکې شوی او په نړۍ کې د موټرو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد ګرځېدلی دی.

دا بايد په ډاګه شي، چې د چين د نوې انرژۍ چارې د نړيوالې سيالۍ په فضا کې د توليداتو د کيفيت او نوښت له لارې سمسورې شوي، د برېښنايي موټرو شرکتونو یې د حکومت د پانګو په زور نه، بلکې د خپلو انجنيرانو د پوهې او بصيرت په مټ پرمختګ موندلی او کارګرو يې سخت زيارونه ايستلي او اغېزمن کارونه يې کړي دي.

یو شمېر امریکایي سیاستوال او رسنۍ د چین له پرمختګ سره حساسيت لري او فکر کوي، چې د دوی ګټو ته لاس اچوي. که څه هم دوی تل له چین سره د ازادې سیالۍ ټټر وهي، خو هېڅکله يې په بازار کې سالمه سیالي نه ده ترسره کړې، بلکې هر وخت يې د اقتصادي او سوداګریزو مسئلو سیاست مخ ته وړی، په مکرر ډول يې د "ملي امنیت" او "زیات توليدي ظرفیت" په پلمه ډول ډول مسئلې راپورته کړي او هڅه يې دا ده، چې چين بدنام او د پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.

۲۰۲۳م کال په تاریخ کې د اقلیم پر حساب تر ټولو ګرم کال و.

خلک له سختو اقلیمي ننګونو سره مخامخ دي او هېوادونه په ټول توان د تجديد وړ انرژۍ د کارولو چارې پرمخ وړي. د پاکې انرژۍ د عرضې او تقاضا ترمنځ لا هم لوی واټن لېدل کيږي او د زیات توليدي ظرفیت د مسئلې څرک پکې هیڅ نه لګيږي.

 چين د نوې انرژۍ د چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوي، چې نه يوازې خپل اقتصاد يې ورسره غوړولی، بلکې له نورو هېوادونو سره يې هم مرستې کړې دي او د نړيوال اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.