د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي پر زاپورژيا ذروي برېښناکوټ د بريد په تړاو بيړنۍ غونډه کوي
CMG2024/04/10 11:14:02
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د اپريل په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې په ۱۱مې نېټې به په ويانا کې د دغه نړيوال سازمان په مقر کې د شورا بيړنۍ غونډه ترسره کړي او پر زاپورژيا ذروي برېښناکوټ د بريد په اړه به بحثونه وکړي.

ياد نړيوال سازمان خبري رسنيو ته په يوې اعلاميې کې ويلي، روسيې او اوکراين په وار سره د دغې نړيوالې ايجنسۍ د شورا رئيس ته پيغامونه استولي او ترې يې غوښتي، چې د شورا اړونده غونډه ترسره کړي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په همدې ورځ په يوې بلې اعلاميې کې څرګنده کړې، چې پر زاپورژيا ذروي برېښناکوټ د بېپيلوټه الوتکو بريد معلوم شوی او د برېښناکوټ خونديتوب ته يې زيان نه دی رسولی.

( سپوږمۍ)