په ناميبيا کې د چين د ۷م نړيوال وارداتي نندارتون او هونګ چياو فورم د پېژندنې غونډه ترسره شوه
CMG2024/04/11 10:53:21
شريکول:

د چين د ۷م نړيوال وارداتي نندارتون او هونګ چياو فورم د پېژندنې غونډه د اپريل په ۹مې نېټې د ناميبيا په پلازمېنې ويندهواک کې ترسره شوه، چې د ځايي تصديو نژدې سلو استازيو پکې ګډون کړی و.

دغه غونډه د چين نړيوال وارداتي نندارتون بيورو، په ناميبيا کې د چيني سفارت، په شانګهای کې د ملي نندارتون مرکز او د ناميبيا د تجارت او صنعت وزارت لخوا په ګډې همکارۍ ترتيب شوې وه.

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون بيورو مرستيال سونګ شانګ جه يادې غونډې ته ويلي، چې ياد نندارتون په تېرو ۶ دورو کې د مختلفو افريقايي هېوادونو ګڼ غوره محصولات راغونډ کړي او د چين او افريقا د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پرمختګ او په چيني بازار کې د افريقايي تصديو د کاروبار لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون بيورو مرستيال سونګ شانګ جه يادې غونډې ته وينا وکړه 

نوموړي ويلي، اوس د چين ۷م نړيوال وارداتي نندارتون ته تياری روان دی او هېواد يې خوښ دی، چې له ناميبيا څخه لا زيات غوره توليدات وارد کړي او چيني بازار ته د ننوتلو په پار لا زياتو ناميبيايي تصديو ته مرستې برابرې کړي.