ملګري ملتونه: په ډېرو پانګونو دې د دوامدار پرمختګ موخې ته ورسوو
CMG2024/04/11 10:57:20
شريکول:

ملګرو ملتونو د اپريل په ۹مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې د دغه نړيوال سازمان د دوامدار پرمختګ موخه اوس له ګڼو ننګونو سره مخ شوې او يادې موخې ته د رسېدو لپاره اړتيا ده، چې په لويې پيمانې پانګونې وشي.

راپور وايي، په ټولې نړۍ کې هر کال د ۴۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازې پرمختيايي پانګې ته اړتيا لېدل کيږي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې « د ۲۰۲۴م کال د دوامدار پرمختګ د مالي ملاتړ راپور: د پرمختګ مالي ملاتړ اوس په څلورلارې کې دی» راغلي، له يوې خوا د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ موخې ته مالي ملاتړ په کار دی او له بلې خوا د جيوپوليستيکي خړپړتيا په اثر سيمه ييز حالت ورځ تر بلې ترينګلی کيږي، کله کله اقليمي ناورينونه پېښېږي او په نړۍ کې سلګونه ميليونه خلک د ژوند له ستونزو سره مخ دي.

راپور وايي، د طب او ښوونې په شمول د ملګرو ملتونو نورې پرمختيايي موخې هم په لوړو ژورو کې روانې دي.

د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ موخې ته يوازې ۶ کاله پاتې دي. که اوسنی حالت همداسې دوام ومومي، نو په ۲۰۳۰ کال کې به د نړۍ کابو ۶۰۰ ميليونه کسان په مطلوبې بيوزلۍ کې ژوند وکړي، چې له نيمايي زياته برخه به یې ښځې وي.

 ( سپوږمۍ)