د فرانسې سوداګريز او صنعتي شخصيتونه: په چين کې به خپلو پانګونو ته دوام ورکړو
CMG2024/04/11 11:32:24
شريکول:

په چين کې د پانګونې په نوم د فرانسوي تصديو دايروي مېز غونډه د اپريل په ۸مې نېټې په پلازمېنې پاريس کې د چين د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ ترسره شوه.

 د غونډې برخه والو فرانسوي سوداګريزو او صنعتي شخصيتونو د چين پر راتلونکي خوشبيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په دغه هېواد کې به خپلو پانګونو ته دوام ورکړي.

په اسيا او ارام سمندر زون کې د فرانسې برېښنايي ډلې د بيا کاروونکې انرژۍ شرکت مرستيال لوی مدير پېټريک شرينيون يادې غونډې ته ويلي((مونږ له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې هر کال په چين کې سلګونه ميليونه يوانه پانګونه کوو او هيله لرو، چې په دغه هېواد کې لا زياتې پانګونې وکړو.))

په مالداري چارو کې د فرانسې د واکسين او درمل څېړنې لومړی لوی سي اي وي ای (Ceva)شرکت اجرائيوي رئيس ماک پروسکي په دغې غونډې کې څرګنده کړې، چې منځنۍ تصدۍ په چين کې برياليتوب موندلی شي.

د فرانسې لرليد او نوښت بنسټ عمومي مديرې ايمانيويل پېرېس په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې، چې روان ۲۰۲۴م کال د چين او فرانسې د سياسي اړيکو ۶۰مې کليزې سره برابر دی او دواړه هېوادونه متقابلې پانګونې او د خپلمنځي همکاريزو اړيکو ټينګښت ته ښه فرصتونه برابروي.