امريکا نيول شوې ايراني وسلې اوکراين ته سپارلي
CMG2024/04/11 11:35:15
شريکول:

د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ د اپريل په ۹مې نېټې ويلي، چې حکومت يې يو شمېر نيول شوې ايراني وسلې د روانې مياشتې په ۴مې نېټې اوکراين ته سپارلې دي.

د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې دا ځل يې اوکراين ته د اتوماتيک رايفل(Rifle)، ماشين ګن(Machine Gun)، سنيپر رايفل(Sniper Rifle) او د ټانک ضد وسلو په شمول څه باندې ۵ زره وسلې او کابو ۵ سوه زره ګولۍ ورکړې دي.

اعلاميه وايي، دغه وسلې د اوکرايني ځواکونو د سپکې وسلې کارونکې جنګي لېوه لپاره بسنه کوي.

د يادې اعلاميې له مخې، دغه وسلې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ لخوا د ۲۰۲۱م کال له مې نه د ۲۰۲۳م کال تر فبرورۍ پورې د يمن حوثي وسله والې ډلې ته د لېږدولو په ترڅ کې د امريکا او ملګرو هېوادونو د سمندري ځواکونو له خوا له څلورو تابعيت نه لرونکو بيړيو څخه نيول شوي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۲۱۶م پرېکړه ليک څخه يې سرغړونه کړې وه.

 امريکايي حکومت د ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټې د خپل عدليې وزارت د پرېکړې له مخې يادې وسلې خپلې کړې دي.

( سپوږمۍ)