د چین د موټر جوړولو ټولنې د اپريل په ۱۰مې نېټې د دغه هېواد د روان کال د لومړۍ ربعې د موټرو د توليدي اندازې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په همدې مودې کې د چين د موټرو تولیدي اندازه ۶ میليونو او ۶۰۶ زرو عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاريه څلور سلنه زیاتوالی ښيي او د پلور اندازه يې ۶ ميلیونو او ۷۲۰ زرو ته رسېدلې ده، چې دا بیا لس اعشاريه شپږ سلنه ډېرښت ښيي.
د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين د نوې انرژۍ موټرو توليدي اندازه ۲ میليونو او ۱۱۵ زرو عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته ويشت اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښيي او د پلور اندازه یې ۲ میليونو او ۹۰ زرو ته رسېدلې ده، چې دا بيا يو دېرش اعشاريه اته سلنه زیاتوالی ښيي او په همدې مودې کې د چين د نوې انرژۍ موټرو صادراتي اندازه ۳۰۷ زرو عرادو ته رسېدلې، چې دا بيا درويشت اعشاريه اته سلنه زياته شوې ده.