د چين صدراعظم لي چيانګ د ميکرونيزيا فدراسيون له ولسمشر ويسلي سيمينا سره وکتل
CMG2024/04/11 10:19:50
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اپريل د ۱۰مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د ميکرونيزيا فدراسيون له ولسمشر ويسلي سيمينا سره کتلي او  د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له ميکرونيزيا سره يو ځای د اقليمي بدلون په شمول د نړیوالو ننګونو پر وړاندې مبازره وکړي، په نړیوالو او سيمه ييزو چارو کې ورسره همغږي زياته او همکارۍ ټينګې کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې ورسره خوندي وساتي.

سيمينا د چين لوړه ستاينه کړې، چې تل یې د لويو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ پر مساوات او د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټینګار کړی دی.

نوموړي ويلي، ميکرونيزيا د يو چين پېژندنې پر اصل ټيګار لري او له مرکزي او ملي ګټو څخه يې کلک ملاتړ کوي.