ولې په چين کې د غبرګ دوران بحث روان دی؟
CGTN2024/04/11 12:24:51
شريکول:

د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون به د اپريل له ۱۳ مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې د دغه هېواد په های نان ولایت کې ترسره شي. دغه نندارتون د نړۍ د غوره مصرفي توکو د ښودلو غوره پلاټفورم بلل کیږي، چې پکې ((د غبرګ دوران او ټولې نړۍ کې سودا اخېستنه)) نندارځی هم شامل دی.

غبرګ دوران څه معنا لري او څنګه په دغه نندارتون کې د ټولې نړۍ سودا اخيستل کيږي؟

په دغې لېکنې کې يې ځوابونه موندلی شئ.

په اقتصادي دوران کې څلور لړۍ ( تولید، چلند، ويش او لګښت) شاملې دي. لګښت د اقتصادي دوران منزل يا د پای ټکی او هم د نوي پړاو دوران سرچېنه يا د پيل ټکی دی. هر هېواد د اقتصاد دوه دورانونه لري، چې يو يې کورنی او بل یې بهرنی دوران دی.

يو هېواد بايد کوم دوران ته لومړيتوب ورکړي؟

 دا چاره د هېواد د پرمختګ د وضعيت، چاپېریال او موخو له مخې ټاکل کيږي. د بېلګې په توګه، د تېرې پېړۍ په اتمې لسيزې کې، کله چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره نه وه پلې شوې، نو دغه هېواد خپل تمرکز پر کورني اقتصادي دوران ورټول کړی و او همغه مهال يې صادراتو او وارداتو په اقتصادي حجم کې ډېره کمه برخه نيولې وه، خو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو وروسته يې په شعوري ډول له نړيوال اقتصادي دوران سره ځان وصل کړ او اومو موادو او د توليداتو پلور يې په عمده توګه پر نړيوال بازار تکيه وکړه. چين همغه مهال په ياد ماډل کې چټک اقتصادي پرمختګ وموند او د نړيوالې اقتصادي ودې له سرعت سره يې ځان برابر کړ.

نن ورځ د چين په کورني او بهرني چاپېريال کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي او نړۍ هم داسې بدلونونه تجربه کوي، چې په تېرې يوې پېړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

چین د اقتصاد له څو کلن پرمختګ وروسته اوس د ډېرې لویې پيمانې اقتصادي حجم، بالقوه ځواک لرونکی بازار او مکمل صنعتي سيسټمونه  لري او دغه راز څه باندې يو میليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري، چې جي د هر تن په سر يې جي ډي پي يا د کورني توليد عمومي ارزښت له ۱۰ زرو امريکايي ډالرو اوښتی دی.

په چين کې د اقتصادي فعاليتونو ګډونوالې ډلې ۱۳۰ ميليونو ته رسېدلي، تر ۱۷۰ ميليونو زيات خلک يې لوړې زده کړې او يا بېلا بېل مسلکي مهارتونه لري، نو ځکه د نړۍ تر ټولو لوی بازار او ډېر بالقوه ځواک لرونکی هېواد بلل کيږي.

چين يادو لویو بدلونونو ته په کتو اړتيا لري، چې د خپل کورني اقتصادي دوران او نړيوال اقتصادي دوران ترمنځ اړيکې تنظيم کړي.

د چين اقتصاد وده کړې، خو نړيوال اقتصاد ډېر کمزوری شوی، د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونو پيمانه ډېره کمه شوې، نړیوال پولي بازار متزلزل شوی او د اقتصادي نړیوال کېدو بهیر له خنډونو سره مخ شوی دی او په ورته وخت کې، يو شمېر هېوادونو د ځاني سوداګرۍ ساتنې غوښتنې يا د پروټېکشنيزم څپه راپورته کړې او جيوپوليټيکس مخ په ترينګلېدو دی، چې له امله يې نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه څو ځلې پرې شوي او نړيوال اقتصادي دوران ښکاره کمزوری شوی دی.

د چين دولت رئیس شي جین پینګ کورني او نړيوال اقتصدي وضعيت ته په کتو د نوي اقتصادي ماډل ستراتېژي وړاندې کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد کورنی اقتصادي دوران د غبرګ دوران عمده برخه ده او کورنی دوران او نړيوال دوران يې يو بل ته پرمختګ ورکوي.

د چين اقتصاد اوس د يادې ستراتېژۍ په رڼا کې پرمخ روان دی او په دغه هېواد کې پر غبرګ دوران بحث ډېر ګرم شوی دی.

غبرګ دوران دا مانا نه لري، چې ګواکې کورنی دوران او نړيوال دوران يو له بل سره اړيکې نه لري، بلکې برعکس دواړه دورانونه يو په بل پسې نښتي دي او د دوو دايرو د نښلېدو(∞) په بڼه خوځښت کوي.

د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون کې به د نويو مصرفي برخو، مثلا ډيجيټلي، زرغون او روغتيايي برخو کې ډېر توليدات نندارې ته وړاندې شي او د ۵۹ هېوادونو او سيمو ۳۰۰۰ برانډونه به پکې ګډون ولري.

دغه نندارتون د چين کورنی بازار او نړيوال بازار سره وصل کوي، د غبرګ دوران د خوځښت لپاره ډېر مهم رول لوبوي او د چين کورني بازار ته د بهرنیو تصديو د لارې موندنې او همدرانګه نړيوال بازار ته د چيني توليداتو د ننوتلو لپاره ښه زمينه برابروي.

چين د نړۍ له ۱۴۰ هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې لري، د مالونو او خدماتو سوداګرۍ عمومي ارزښت يې لومړی ځای خپل کړی او د غبرګ دوران په جريان کې يې رامنځته کېدونکي مشترک بازاري فرصتونه د بهرنيو تصديو، سوداګرو او مشتريانو لپاره ډېر جذاب او زړه راښکونکي دي.