اسرائيل: که ايران بريد پرې وکړي، نو سخت ځواب به ورکړي
CMG2024/04/11 10:20:33
شريکول:


د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي د اپريل په ۱۰مې نېټې په يوې ټليويزيوني وينا کې ويلي، چې اسرائیل په سوريه کې پر ايراني سفارت بريد کړی او دا په دې مانا ده، چې د ايران پر خاورې یې تعرض کړی دی، نو خامخا به یې سزا ويني.

د اسرائيل بهرنیو چارو وزير اسرائيل کاتز د خامنه يي يادو څرګندونو ته په چټک غبرګون کې پر ټولنيزو رسنيو په فارسي ژبې اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، که ايران پر اسرائيل بريد وکړي، نو هېواد به یې ډېر سخت ځواب ورکړي.