د اسرائيلي ځواکونو په هوايي بريد کې د حماس د يوه مشر د کورنۍ ۵ غړي وژل شوي
CMG2024/04/11 10:54:42
شريکول:

د حماس رسنيز دفتر د اپريل په ۱۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر الشاطي پنډغالي هوايي برید کړی، چې له امله يې د حماس د سياسي بيورو رئيس اسماعيل حنيه د کورنۍ ۵  غړي وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، په ياد هوايي بريد کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي، چې ۳ کسان پکې د اسماعيل حانيه زامن او دوه نور یې لمسيان دي.

اسرائيلي لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.