د چين د سمندري ځواکونو د بېړيو د بدرګې ۴۵مه ډله ماداګاسکار ته ورسېده
CMG2024/04/11 10:47:49
شريکول:

د چين د سمندري ځواکونو د بيړيو د بدرګې ۴۵مه ډله د اپريل په ۱۰مې نېټې د ماداګاسکار تواماسينا بندر ته رسېدلې او له دغه هېواد څخه يې خپله ۵ ورځنۍ دوستانه لېدنه پيل کړې ده.

د چين ياده ډله به د دغه سفر په ترڅ کې د ماداګاسکار له پوځي کمپونو څخه لېدنه او پوځيانو سره به يې سپورټي لوبې وکړي او د چيني اوسېدونکو له ځايي ښوونځي څخه به هم لېدنه وکړي.