د ملګرو ملتونو د يمن مسئلې ځانګړي استازي هانس ګروندبېرګ د اردن په پلازمېنې عمان کې له چين ميډيا ګروپ سره په يوې مرکې کې د يمن بشري وضعیت ډېر سخت بللی او په خبره يې، د سور سمندرګي بحران ښایي يمن ته زيات زيانونه ورسوي او بشري کړکېچ پکې لا سخت کړي.
نوموړي د خوړو امنيت د يمن د بشري وضعيت لپاره ډېر مهم یاد کړی او ويلي يې دي، چې د سور سمندرګي بحران او پر حوثي وسله والو د لوېديځو هېوادونو بنديزونه به په يمن کې بشري وضعيت نور هم سخت کړي.