د چين د مصرفي توکو ۴م نړيوال نندارتون نوی ريکارډ ټينګ کړی
CRI2024/04/11 16:52:44
شريکول:

د چين د مصرفي توکو ۴م نړيوال نندارتون به د ۲۰۲۴م کال د اپريل له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د دغه هېواد په های نان ولايت کې تر سره شي او اوسمهال يې د چمتوالي چارې روانې دي.

د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د مصرفي توکو په برخه کې تر ټولو لوی نندارتون دی او د سږني نندارتون مساحت يې ۱۲۸۰۰۰ متره مربع ښودل شوی، چې د ۵۹ هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۰۰۰ تصدۍ به پکې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي.