پوتین له نامناسبو شرایطو پرته د اوکراین مسئلې په اړه خبرو ته تياری وښود
CMG2024/04/12 09:58:21
شريکول:

د روسیې ولسشمر ولاديمیر پوتین د اپرېل په ۱۱مې نېټې ويلي، چې هېواد یې غواړي له نامناسبو شرایطو پرته د اوکران مسئلې په اړه خبرې اترې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشنکو سره په لېدنې کې ویلي، چې روسیې تر اوسه د اوکراین کړکېچ سوله ییز حل نه دی رد کړی او غواړي په دې اړه رغنده خبرې وکړي.

پوتین ويلي، چې ځواکونو يې په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بريدونه کړي او دا یې پر اوکراین ځوابي اقدامات بللي دي.