په فليپين کې د چين سفارت وياند د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي
CMG2024/04/12 10:50:22
شريکول:

د فليپين ولسمشر ماسکو د اپرېل په لسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه د چین او فليپين ترمنځ د ژن اې پرښې د تړون په اړه هېڅ معلومات نه لري او پر هغو فکرونو يې حيرانتيا څرګنده کړې، چې فليپین د ملي حاکميت د پټ تړون له لارې چين ته سر ټيټ کړی دی.

نوموړي ويلي، که د دې تړون موخه دا وي، چې فليپين بايد په خپلې خاورې کې د عملياتو ترسره کولو لپاره له نورو هېوادونو منظوري واخلي، نو هېواد به يې دغه شان تړون مراعات نه کړي.

په فليپين کې د چين د سفارت ویاند رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې غواړي، د سوله يیزو خبرو اترو له لارې د خاورو او ملي حاکميت جنجالونه هوار کړي او پر همدې دریځ ټينګار لري.

نوموړي ويلي، دواړو خواوو د ژن اې پرښې په تړاو ياداښت لاسليک کړی، چې له مخې يې له تېرو څو کلونو راهيسې د دې سیمې سوله او ثبات ساتل شوی دی او په خبره يې، فليپين له تېر کال راهیسې دغه ياداښت نه دی مراعات کړی، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ جنجالونه د زياتېدو په حال کې دي.

په فليپين کې د چين د سفارت ویاند هيله ښودلې، چې فليپين خپلې ژمنې پوره او ګډې نظريې مراعات کړي او ډېر ژر د خبرو اترو او مشورو مدار ته ستون شي او وضعيت کنټرول کړي.

غاټول