د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړي دې د معلوماتي او مخابراتي تخنيکي توليداتو د سوداګرۍ په اړه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي
CMG2024/04/12 10:49:28
شريکول:

چين د اپرېل پر يوولسمې نېټې سوداګرۍ نړيوال سازمان ته ((د معلوماتي تخنيک تړون)) د پلي کولو او د اړوندو تخنيکونو د پرمختګ د پرمخبيولو لايحه وړاندې کړې او د دې سازمان پر غړو يې غږ کړی، چې د معلوماتي او مخابراتي تخنيکي توليداتو د سوداګرۍ په هکله خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

 د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړو د چين د يادې لایحې او غوښتنې هرکلی کړی دی.

چين ويلي، سوداګرۍ نړيوال سازمان دې ((د معلوماتي تخنيک تړون)) د معلوماتي او مخابراتي تخنيک د توليداتو د سوداګرۍ لپاره پرانيستی، شفاف او د وړاندوينې وړ نړيوال سوداګريز چاپېريال برابر کړي او د يادې سوداګرۍ او اړوندو تخنيکونو د ترويج لپاره دې ګټورې چارې ترسره کړي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړو د چین لايحې مثبته ارزولې او رغنده او مثبت اهميت يې ورکړی دی.

دوی ويلي، د دې لایحې د اړوندو کارونو د ترسره کولو په اړه به له چين سره خبرې وکړي.